IQNA

په قرآن کې له دنیا سره دګروهنې  مقصد

7:52 - February 07, 2024
د خبر لمبر: 3488688
ایکنا- د قرآن کریم په ځينو آیتونو کې له دنیوي نعمتونو څخه د استفادې سپارښتنه شوې،خو د ځينو نورو آیتونو ظاهر ددنیا پالنې په مذمت کې دی. پوښتنه دا ده چې له هغې دنیا څخه  په قرآن کې ئې مذمت شوی دی، مقصد څه دی؟

 په قرآن کریم کې فرمائي شوي دي چې په دنیا کې الهي نعمتونه او ښکلاوې اساسا د مومنانو د استفادې لپاره دي. «قُلْ مَنْ حَرَّمَ زینَةَ اللَّهِ الَّتی‏ أَخْرَجَ لِعِبادِهِ وَ الطَّیباتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِی لِلَّذینَ آمَنُوا فِی الْحَیاةِ الدُّنْیا خالِصَةً یوْمَ الْقِیامَةِ کذلِک نُفَصِّلُ الْآیاتِ لِقَوْمٍ یعْلَمُونَ؛   ووایه هغه زیورونه یا امِلونه چې خدای دخپلو بندګانو لپاره پنځولي دي، او (هم)  پاکې شپې ورځې ئې د چا لپاره حرامې ګرځولي دي؟ووایه ؛دغه نعمتونه ددنیا په ژوند کې د هغه چا لپاره دی چې ایمان ئې راوړی دی  او د قیامت ورځ (هم) د دوي د دوي خاصه ده . دغه ډول آیتونه (ځان) د هغې ډلې لپاره چې پوهیږي، په روښانه توګه بیانوي:: (اعراف: 32).

البته له بل پلوه  په ډيرو آیتونو او روایتونو کې وینو چې له دونیا پرستۍ نهي شوې ده، پوښتنه دا ده چې په قرآن کریم کې  له دنیاپرستۍ  او دنیا پالنې مقصد څه دی ؟

په ځواب کې باید ووئيل شي چې ددنیا په باب د قرآن آیتونه  په درو برخو ویشلی شو.

لومړي هغه آیتونه چې د دنیا د مذمت ښودنه کوي،په دغې برخې کې دنیا د ؛ لهو اولعب ؛ په څير له صفتونو سره یا  ساعت تیری او لوبتکه  او ننځکه (محمد سوره ،آیت ۳۶،حدید ؛۲۰) ؛ متاع قلیل ؛ د لږې ګټې په معنا(نساء سوره:۷۷)،تکاثر  اوتفاخر؛تکبر او غرور او اسراف(آل عمران:۱۸۵) معرفی شوي دي . دغه خصلتونه  ټوله خیالي او موقتي چارې دي  او هیڅ یو د انسان لپاره  نفساني کمال نه حسابیږي.

دوهم برخه ، هغه آیتونه چې ددنیا غوښته  بیانوي.که څه هم  ددنیا نامه د تعریف په عنوان سره نه ده اخستل شوې،خو ددنیا نعمتونه لکه  روانې اوبه ، ډول ډول میوې ، حیوانات ، کشتي زیات تکرار شوي دي. همداراز دخیر په څير  په صفتونو سره ؛ إِنْ تَرَكَ خَيْرًا؛ که له خپلې خوا  ئې کومې شتمنۍ پریښودلې(بقره ۱۸۰) او حسنه ؛ فَإِذَا جَاءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ؛ نو هغه مهال چې دوی ته هوساینه او نعمت ډالۍ کیدلی (اعراف: 131) او الهي فضل؛ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ؛ خداوند هرکله وغواړي،تاسو  پخپل فضل سره بې نیازه کوي.: (توبه: 28)معرفي شوی.

دریمه برخه  هغه آیتونه دی چط د دوو ترمینځ تضاد روښانه کوي، د مثال په توګه د آیت  ماده ؛ إِنَّ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا وَ رَضُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا و اطْمَأَنُّوا بِهَا؛ دوي چې د مونږ په ملاقات( او دقیامت په ورځ) ایمان نه لري او ددنیا ژوند ته خوشاله شي.او په دې تکیه وکړي.(یونس-۷) بیانوي چې ددنیا دمذمت علت، په قیامت بې اعتقادي  اودنیائي حیات  ته د ژوند ځانګړي کول  دي.: همداراز  له نړۍڅخه د توکو تفسیر؛  وَ مَا الْحَیاةُ الدُّنْیا فِی الْآخِرَةِ إِلَّا مَتاعٌ؛ او د دنیا ژوند د آخرت په (وړاندې) له ګتې او استفادې پرته(څه زیات ) نه دی ؛ (رعد: 26)  ددې لپاره ده چې پخپله دا هدف  نه دی،بلکې هدف ته د رسیدا لپاره یوه وسیله ده.

پر دې اساس وئيل کیدلی شی ، چې دنیا ذاتا مذمو نه ده  اوکه دآځرت د موخو په خاطر وي،نونه یوازې مذموم، بلکې  ښه ده.  دامیر المومنین(عّ) په تعبیر ،دنیا آخرت ته درسیدا وسیله ده . هغه څه چې قرآن کریم ئې مذموړم ګڼي ، دیناويحیات پورې زړه تړل او ورباندې راضي کیدل دي.(یونس :۷) ؛ اساسا، د ژوند له مادي شیانو سرهد دلچسپۍ او له اړوندوالی پرته  له دنیا څخه د ډيرې استفادې ترمینځ ډير توپیر موجود دی. 

captcha